د ملي دفاع وزارت اړوند لسګونه ويجاړ شوي نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

د ملي دفاع وزارت اړوند لسګونه ويجاړ شوي نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قل اردو د دوهمې پلې لوا د تخنیکي ټیم له لوري ۴۱ نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو ترمیم شویو وسایطو کې ۳۰ هاموې ټانګونه، ۶ انټرنشنل موټر او ۵ رينجر موټر شامل دي.

د یادې قول اردو دوهمې لوا قوماندان د تخنیکي ټیم هڅې وستایلې، له دوی څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادو ترمیم شويو وسايطو څخه به د اړتیا په صورت کې ګټه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند د البدر قول اردو د ابو دجانه لوا د تخنیکي ټیم له لوري څه باندې ۳۰۰ نظامي وسایط چې ویجاړ شوي او د کارونې وړ نه وو بیا رغولي وو.

بیشتر بخوانید:  د اسراییلو د پوځ لوی درستیز د حماس پر وړاندې د ماتې له منلو وروسته استعفا
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x