خلیل الرحمن حقاني:‍ ۱۴۰۲ کال د طرحې له مخې به کورني او له بهر څخه راتلوونکي کډوال مناسبو سیمو ته ولېږدول شي

خلیل الرحمن حقاني:‍ ۱۴۰۲ کال د طرحې له مخې به کورني او له بهر څخه راتلوونکي کډوال مناسبو سیمو ته ولېږدول شي

خلیل الرحمن حقاني وویل، چې یاد وزارت په پام کې لري، څو په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد دننه او بهر څخه راتلوونکي کډوال د سالمې جوړې شوې طرحې او ډاډمن امنیت له مخې بېلابېلو سیمو ته ولېږدوي او ورته به ګڼې آسانتیاې برابرې کړي.

حقاني همدارنګه فراه ته د خپل سفر موخه د ولایت مقام، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ولس ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې څېړل وبلل.

نوموړي وویل: د دغه ولایت وګړي د وروستۍ وچکالۍ او سړې څپې له کبله، له سختو ستونزو سره مخ دي او یادو ستونزو ته په کتو سره غواړو، چې د وچکالۍ او نورو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو پام راواړو او ژر تر ژره ورته بېړنۍ مرستې چمتو او ووېشو.

بیشتر بخوانید:  ترکیې په افغانستان کې د پوهنې او زیربنایي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x