عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتوی دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي

عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتوی  دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي

په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مشترکو مسایلو ته حل لارې ولټوي.

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړه، چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

ورته مهال د ازبکستان د پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف وویل، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او زراعت په برخو کې خبرې اترې وکړي.

کاملوف وویل، چې هېواد یې چمتو دی، چې د کرنې او اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکې کړي او د دوه اړخيز تجارت کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي.

بیشتر بخوانید:  د موریتانیا په سواحلو کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۱۶۵ تنه مړه او لادرکه دي

پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هېوادونو د متخصصینو مشترک پلاوي تعین شي تر څو په اړونده برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x