په بامیانو کې د کرنې د ودې لپاره سلګونه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي

په بامیانو کې د کرنې د ودې لپاره سلګونه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي

په همدې موخه د بامیانو د کرنې په ریاست کې جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم وویل، چې په دغه ولايت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې ودې او پياوړتيا لپاره د کرنې د پراختیا صندوق سره د ۳۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسلیک کړ، چې راتلوونکي کال کې به په دغه ولایت کې د کرنې ودې او بزګرانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیا صندوق رئیس عبدالغفور غفاري وویل، چې له تخصیص شویو پیسو څخه به اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې د ودې او ښه والي په موخه ووېشل شي، چې له ګټو څخه به یې په مستقیمه توګه ۲ زره ۲۲۵ بزګران برخمن شي.

په دې غونډه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په بامیان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د بزګرانو او کرنې ملاتړ به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ځان بسیاینې لامل شي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو له تور لیست څخه د دې ډلې د غړو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x