د افغانستان بانک شپاړس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک

دغه بانک معمار آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر، (۱۷) میلیونه ډالره وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۹،۰۵) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

بیشتر بخوانید:  داعش ډلې په کابل کې د پروني ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x