د تعلیم، مسلک او تحصیل تر عنوان لاندې کنفرانس او نندارتون په کابل کې جوړ شو

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3311
۲ کلونه پیش
شماره خبر 3311
منتشر شده در ۱۴:۴۲ - حوت ۱۱, ۱۴۰۱

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړه شوې غونډه کې، د چارو ادارې مرستیال مولوي عبدالحنان حقاني، د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې وویل: قرآن عظیم الشان موږ ته د تمدن او ترقۍ درس راکوي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ترقۍ او پرمختګ مخالف نه دی او داسې یو نظام دی چې هېوادوال د پرمختګ او د هېواد آبادولو ته هڅوي او د هغوی ملاتړ کوي.

وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د هېواد په پرمختګ کې، د تعلیم او تحصیل پر رول خبرې وکړې او ویې ویل: که غواړو یو قوي او پیاوړی هېواد ولرو، نو باید تعلیم او تحصیل ته ډېره پاملرنه وکړو او هېواد ته ژمن پاتې شو.

هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې ټول لاسونه سره ورکړي او د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې دې ونډه واخلي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهاب، وویل چې الله تعالی (ج) هغه نظام خوښوي چې قوي حکومت، پیاوړی اقتصاد او پرمختللی تعلیمي او تحصیلي سیستم ولري.

شهاب، د دغې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره، له هر هغه نوښتګر فکر او اندېشې ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ سبب کېږي.

د غونډې په دوام، د پوهنې وزارت د خصوصي تعلیماتو رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي او د لوړو زده کړو وزارت معین مولوي محمد طاهر، له نوښتګرو، استادانو او تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوی وویل چې د نورو ادیانو په نسبت، په اسلام مبین کې تعلیم او تحصیل ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی او اسلامي امارت د هېواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند، هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دغه شان نندارتونو او پروګرامونو د جوړولو ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون نن او سبا د لیدونکو پر مخ پرانيستى دى او په کې د نارینه و او ښځو لپاره لسګونه غرفې جوړې شوې دي. په یاد نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د زده کوونکو توليدات او لاسته راوړنې، ډول ډول کتابونه او مجلې، لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

Untitled-23-1-696x464-1
طالبان: په هېواد کې مو د پانګونې لپاره غوره شرایط برابر کړي دي
۲ ورځې پیش
مشکلات مهاجرین در افغانستان
له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د ستونزو په اړه د طالب چارواکو خبرې
۲۲ ساعتونه پیش
تمدید یک ساله ماموریت گزارشگر ویژه سازمان ملل در امور افغانستان
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ماموریت یو کال لپاره وغځول شو
په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوه پریکړه لیک د تصویب په درشل کې ده چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ دنده د یوه کال لپاره وغځوي.
۲۳ ساعتونه پیش
1423546578
د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې د ترکیې همکاري
۲۳ ساعتونه پیش
1432546857
له ازبک شرکت سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د جوزجان د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو
۲۲ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

د استرالیا په پارلمان کې افغان سناتورانو نوی ګوند جوړ کړ
۱ ورځ پیش
سناتور افغان‌تبار پارلمان استرالیا یک حزب جدید تاسیس کرد
د کاناډا پارلمان په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنې په رسمیت وپېژندل
۱ ورځ پیش
د طالبانو له سفیر سره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کتنه کې د کابل-تاشکند د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار
۱ ورځ پیش
د ایران لوی څارنوال: قانوني کډوال د زده کړو حق لري
۱ ورځ پیش
دادستان کل ایران: مهاجرین قانونی حق تحصیل دارد
په افغانستان کې په سمارټ لاکونو د لاریو سمبالول
۲ ورځې پیش
د طالبانو د پوهنې وزیر: د هېواد د تعلیمي ادارو د معیاري کولو هڅې دوام لري
۲ ورځې پیش
روسیه: طالبان به ډېر ژر د منع شوې سازمانونو له لېست څخه وایستل شي
۲ ورځې پیش
روسیه : طالبان به زودی از فهرست سازمان‌های ممنوعه حذف خواهد شد
د عینک کان د استخراج د پیل لپاره د طالبانو هڅې زیاتې شوې
۲ ورځې پیش

گزارش و مصاحبه

محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۲ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۲ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۲ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
142354658
محمد رضا رضایی: انقلاب امام خمینی باعث بیداری و اتحاد جهان اسلام شد
قبل از انقلاب امام خمینی کسی جرئت نمی‌کرد که در مقابل بلوک شرق و بلوک غرب قیام کند و این امام خمینی بود که این سد را شکست و توانست انقلاب اسلامی ایران را به پیروزی برساند ...
۴ میاشتی پیش
۱۳:۳۳ - جوزا ۱۵, ۱۴۰۳