د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له استازو سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

د معمار پرس د خبر له مخې؛

متقي په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان او اروپايي ټولني د نژدې کېدو له پاره دې ډېر کار وشي او اروپايي هېوادونه دې وهڅول شي، تر څو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي.

توماس نیکولسن او ورسره مل پلاوي په دغه کتنه کې د اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد پر وړاندې د کلکي مبارزې ستاینه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې دوی به د افغانستان ترڅنګ ولاړ او بشري مرستې به دوام ولري.

یاد پلاوي همدارنګه نړیوالو ته د افغانستان د مثبت انځور د وړاندې کولو او رسولو ډاډ هم ورکړ.

‏په ورته وخت کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک بيا د اروپايي ټولڼي د استازو څخه د ښوونې او روزنې، د رواني ناروغانو لپاره د درملني مرکز جوړولو، د بندونو د جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه او د دوی د خدماتو د ښه تطبیق په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ور کړ.

بیشتر بخوانید:  د هانګ جو اسيايي لوبې پای ته ورسېدې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x