د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین: د سوداګرو او صنعت‌ کارانو هر اړخیز ملاتړ کوو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین: د سوداګرو او صنعت‌ کارانو هر اړخیز ملاتړ کوو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، سوداګرو په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د سهامي شرکت له لارې د سمبال روغتون پر جوړولو خبرې وکړې او د ویزو په برخه کې یې خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

هغوی دغه راز د خپلو فابریکو د تولیداتو د کاپي کېدو د مخنیوي غوښتونکي شول.

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ویلي: امیرالمؤمنین (حفظه الله) تل د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کړی دی؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او صنعتکارانو کور دی او د هغوی هر اړخیز ملاتړ کوي.

هغه همدا رنګه، د ستونزو د حل‌لارو موندلو لپاره، سوداګرو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ستونزې او وړاندیزونه به یې د تائيد په موخه له اقتصادي کمېسیو سره شریک شي.

بیشتر بخوانید:  کابلوف: د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د ملي حاکمیت په رسمیت پېژندلو وروسته به د افغانستان سفیر منو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x