په سعودي عربستان کې څه د پاسه ۳۰۰ افغان زندانیان له بند څخه ازاد شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې ۳۱۴ تنه افغان بندیان، چې د یاد هېواد په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو ازاد شول او خپل هېواد ته د ارتګ زمینه ورته مساعده شوه.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په هڅو په پاکستان کې هم سلګونه افغان زندانیان له بند څخه ازاد او خپل هېواد ته راستانه کړای شوي وو او څو ورځې وړاندې په چین د افغانستان سفیر هم په هغه هېواد کې د افغان بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې کړې وې.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د ترهګرو خوځښتونو په اړه د سیمې اندېښنې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x