د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د UNOPS له مشر سره وکتل

 

نیکولاست جورج په دغه کتنه کې وویل، چې اوسمهال د UNOPS ۷۶۵۰۰ پروژې د هېواد ۲۶ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې پلي کېږي، چې د ځینو پروژو عملي چارې روانې دي او ځینې به په راتلونکي کې پیل شي.

نوموړي په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان ته په اشارې وويل، چې یاد فرمان د دوی چارې له یو شمېر ننګونو سره مخ کړې دي.

نیکولاست جورج د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د یاد محدودیت د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده په دغه کتنه کې راغلي پلاوي د پروژو په پلي کولو کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

سرپرست وزیر په ټینګار سره وویل، چې د اسلامي امارت هر فرمان د ولس له نبض سره برابر دی او زیاته يې کړه چې: (فکر نه کوم چې تاسو دې په دې برخه کي له کوم مشکل سره مواجه شئ).

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اعدامونو غندنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x