مولوي عتیق الله عزیزي: د مسو کان او لرغوني آثار د هېواد سترې ملي پانګې دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتيق الله عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم وزارت سره د همغږۍ په ناسته کې وویل، چې د مسو کان او لرغوني آثار دوه د هېواد سترې ملي پانګې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه ناسته کې د وزیرانو شورا اقتصادی کمېسیون استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم وزارتونو مسلکي کارمندانو او د ښار جوړونې وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې رئیس هم ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د مس عینک لرغونو سیمو او آثارو په پار جوړه شوې طرحه شریګې او پرېکړه وشوه، چې د یادې طرحې د پلي کولو لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي.

بیشتر بخوانید:  د خوړو نړیوال پروګرام (WFP): د بودیجې کمښت په افغانستان کې د مرستو رسولو مخه نیولې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x