ددغه پلاوي مشر مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، د «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو، چې خپلې چوپړتياوې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوو.
نوموړي همدارنګه په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.
ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ پوړي پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده.
نوموړي زياته کړه چې ملګري ملتونه کولای شي د افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.
سرپرست وزير همدارنګه وويل چې اسلامي امارت د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري.
متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ دې په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په ریښتیني ډول د نړیوالې ټولنې سره شریکې شي.
نوموړي د راغلي پلاوي اندېښنې واورېدې، د «پاملرنې» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=2612
۲ کلونه پیش
شماره خبر 2612
منتشر شده در ۱۱:۵۲ - دلو ۴, ۱۴۰۱
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email