د ټاپي پروژې مسوولينو د اسلامي امارت له امنيتي چارواکو سره د دغې پروژې د امنیت په تړاو خبرې وکړې

ملي دفاع وزارتونو

‏په دغه ناسته کې چې د افغانستان لپاره د ترکمنستان هېواد سفیر هوجا اویزیوف هم ګډون درلود د یادې پروژې د امنیت نیولو په موخه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
راغلو مسوولینو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارله او له دوی څخه یې وغوښتل، چې خپل هر اړخیر اقدامات تر ‏لاس لاندې ونیسي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوی ریاست رییس مولوي حماس په خپلو خبرو کې، دوی ته ډاډ ورکړ، چې ټاپي د افغانانو لپاره یوه حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت به په ټول توان د یادې پروژې امنیتي چارې په پوره ریښتنولۍ سره تر سره کړي.
د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د ټاپي پروژې د بشپړ امنيت د ټينګښت ډاډه ورکړی وو.

بیشتر بخوانید:  له ترکيې څخه د افغان مهاجرو اخراج په شدت سره مخ په زياتيدو دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x