د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشرې سره وکتل

د کورنيو چارو وزارت سرپرست

سراج الدين حقاني په دغه کتنه کې د اروپايي ټولني د پلاوي له پخواني ماموریت نه مننه وکړه چې د بشري مرستو په لړ کې يې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ترسره کړي دي.
نوموړي هيله وښوده، چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شرائطو کې خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له روان کمپاين سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي رئيسې رافيلا يوديچه د کورنيو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه، چې د امنيت په ټينګښت کې يې د پام وړ هڅې کړې دي او د نړيوالو بشري مرستو کارکوونکو ته يې لاره هواره کړې ده چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان په اړه د سیمې د ملي امنیت د سلاکارانو پنځمه غونډه په مسکو کې پیل شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x