د لوړو زدکړو د ننګونو په اړه افغان او قطري پلاویو خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي امارت د

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت یو پلاوی د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۷ ) قطر ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې وکتل.

په قطر کې له جګړې وروسته د بیارغونې او پراختیا د څېړنیز مرکز مشر سلطان برکت تویت کړی، چې د لوړو زدکړو وزارت له مرستیال حمید حسیب او ورسره پلاوي یې په دوحه کې وکتل.

هغه څرګنده کړې: پوهنتونونو ته د ښځو د لاسرسي په ګډون د لوړو زدکړو پر وړاندې د ننګونو په اړه بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زدکړو وزارت تر راتلونکي اعلان پورې د حجاب پر لامل دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګاولی، چې دې کار کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول

بیشتر بخوانید:  اشرف غني: ملګري ملتونه او امریکا په افغانستان کې د فساد اصلي لاملونه وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x