د افغانستان بانک مرستیال، خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ

د افغانستان بانک مرستیال، خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یاد بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، په دې غونډه کې د ویسټرن یونین، مني ګرام، بیه لرونکو پاڼو، مقروضینو او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد آغا ویلي چې د افغانستان بانک ژمن دی، د سوداګریزو بانکونو لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه دغه راز، هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار کړی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتي، چې د افغانستان بانک د متحدالمالونو مطابق چارې ترسره کړي.

په همدې حال کې، د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو هم ژمنه کړې چې هېوادوالو ته غوره بانکي آسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جارې وساتي.

بیشتر بخوانید:  په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x