یان ایګلن په یوه لیک کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو غوښتنه کړې

یان ایګلن په یوه لیک کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو غوښتنه کړې

د ناروې د کډوالو شورا رییس د کندهار والي او د دې ولایت د علماوو شورا ته لیک هم استولی او غوښتنه یې کړې؛ اسلامي امارت دې د نوي فرمان له لارې ښځو ته د زدکړو او په انجوګانو کې د کار کولو اجازه ورکړې، چې دوی د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو له مخې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

دغه راز نوموړي له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې ويلي: مونږ د ښځو لپاره هیڅ بدیل نلرو او مونږ نشو کولی له ښځو پرته خپلې مرستې روانې وساتو. دا په تېرو شل کلونو کې لومړی ځل دی، چې مونږ خپل فعالیتونه بند کړي دي. دا ( کار) د هغه ژمنو خلاف دی، چې مونږ د طالبانو( اسلامي امارت) له چارواکو څخه په دوحه، اوسلو، اسلام آباد او هم پخپله افغانستان کې ترلاسه کړې وې.

یان ایګلن زیاته کړې: زمونږ ټول کارمندان په خپلو کورونو کې دي؛ دوی هیڅ نکوي، دوی مجبور ول، چې ښځو او ماشومانو ته د خوراکي توکو د ښځو لپاره د سرپناه له جوړولو او نورو بېړنو خدمتونو لاس واخلي. مونږ مجبور شوي یو، چې خپل فعالیتونه ودروو.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو د تعلیم په اړه لنډمهاله ګام پورته کړی او دا ستونزه به حل کړي.

بیشتر بخوانید:  نړیوال بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټېدو اعلان وکړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د ښځو د تعلیم په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان اندېښنه د پوهېدو وړ ده؛ خو اسلامي امارت په دې برخه کې یو موقتي ګام پورته کړی، چې د شرایطو د برابرېدو په صورت کې به حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو څخه، چې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي؛ غوښتي، چې په دې هېواد کې د ښځو پر زدکړو او کار د بندیزونو د لرې کولو څرنګوالي ته پام وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x