له نوموړي سره په دغه سفر کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس محمد حنیف حمزه او یو شمېر نور مسوولین ملتیا کوي.
ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوی به په ترکیه کې، د تاجکستان هېواد د برېښنا مسؤلینو سره د ۲۰۲۳ زېږدیزکال لپاره د وارداتي برېښنا تړون د غځولو په هکله خبرې وکړي او هم به په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پراختیا لپاره په یو شمېر ناستو کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې ازبکستان هېواد ته هم سفر کړی و او هلته يې له دغه هېواد سره د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون وغځوه.