د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د ۷مې ناحیې د مسوولینو د هڅو په پایله کې، د یادې ناحیې له هټیو، لویو پلورنځیو او ګدامونو څخه ۱۶۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي او روغتیايي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د ۷ ناحیې د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې عمومي مدیر محمد صدیق کاکړ په دې اړه وویل چې هره ورځ د یادې ناحیې په بازارونو کې د حفظ الصحې په پام کې نیولو څخه څارنه کوي.
د نوموړي په وینا په راټول شویو توکو کې نوشابه، بیسکویټ، چاکلیت، کنسل، شامپو، صابون او نور توکي شامل دي چې له منځه به یوړل شي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه د څارنو په لړ کې لسګونه لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځیدلي وو، راټول او له منځه وړي دي.
د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.