په دې سفر کې له نوموړي سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیر خواه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سر د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او یو شمېر نور چارواکي ملګري وو.
ملا عبدالغني برادر د دغه سفر په ترڅ کې د کونړ سیند، د ناکامورا له لوري جوړ شوي کانالونه او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولينو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
له کونړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسوولينو د هڅو قدرداني وکړه.