د کورنیو چارو وزارت سرپرست د مصر، سوډان او فلسطین د ديني عالمانو له پلاوي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ یادو عالمانو د جهادي مبارزې د بريا ستاینه وکړه او دا یې یوه حیرانوونکې حماسه یاده کړه او د دې بریا د دوام لپاره يې ملي یوالی مهم وګاڼه.

یادو ديني عالمانو  له اسلامي نظام څخه خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ او دا یې خپل اسلامي مسووليت وګاڼه.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي نړۍ پر يوالي ټینګار وکړ او د دې لویې مبارزې د بریا اساسي لامل یې وحدت، اطاعت او صداقت وباله.

نوموړي همدارنګه د یادو عالمانو له معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې د دردېدلي افغانستان غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي؛ ترڅو هر لوری تر خپلې وسې د افغانستان ملاتړ وکړي.

بیشتر بخوانید:  له ازبکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د واردولو قرارداد
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x