د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ مولوي کریم الله وثیق له سپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

په دغه کتنه کې ملاخیرالله خیرخواه  نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي نور احمد سعيد سره کتلي و.

بیشتر بخوانید:  د اړیکو کمېسیون هېواد ته د تېر حکومت د 605 سیاسي څېرو او غړو د ستنېدو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x