د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان څخه په دغه هېواد کې د بندي افغانانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان څخه په دغه هېواد کې د بندي افغانانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لاهم په پاکستان، په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشې شوي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت بیاهم پر پاکستاني چارواکو غږ کوي، چې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو او مسافرو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري.
سرچينې همدارنګه د دغو بنديانو د ژر تر ژره خوشې کېدو او د دغه لړۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو ویاند: افغانان باید خپلو کورونو ته ستانه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x