له پاکستان څخه افغانستان ته دوه ميليارد دالر داخل شوي – د پاکستان صرافان

له پاکستان څخه افغانستان ته دوه ميليارد دالر داخل شوي – د پاکستان صرافان

د معمار  د خبر له مخې؛ د یادې اتحاديې مشر ملک بوستان د مرغومي پر  ۶  يوې خبري ناسته څرګنده کړه، چې له دې مخکې به په ميليونونه دالر له افغانستان څخه پاکستان ته راتلل او په دلته به تبادله کېدل؛ خو اوس له پاکستان څخه افغانستان ته ځي او هلته تبادله کیږي.

ملک بوستان په دې اړه ویلي: له پاکستان څخه افغانستان ته د رسمي او نارسمي سوداګرۍ، ترانزیتي سوداګرۍ، قاچاق او د سرحدونو له لارې شاوخوا دوه میلیارد دالر تللي او دا کار د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمزوري کېدو لامل شوی او د اسعارو پر ارزښت یې د پام وړ اغېز کړی دی.

د دغه پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ترانزیتي سوداګرۍ، چې د پام وړ وده کړې، د پاکستان اقتصاد ته یې د پام وړ زیان اړولې دی.

ملک بوستان دا هم په ډاګه کړې: په افغانستان کې د اقتصادي بنديزونو له کبله، بانکي سيستم او حسابونه کنګل شوي؛ نو له همدې کبله له افغانستان سره زموږ سوداګري له بانکي لارې نه، بلکې د نغدو پيسو له لارې ترسره کېږي. يوازې هره ورځ شاوخوا ١٥ زره کسان افغانستان ته ځي او هر يو، زره دالره افغانستان ته وړي. د همدې بهیر له لارې هره ورځ ۱۵ میلیون دالر افغانستان ته داخلېږي او دا بهیر اوس له څارنې وړ ندی.

بیشتر بخوانید:  طالبان د افغانستان د کانونو په سکټور کې د ایراني پانګونې ملاتړ کوي

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيل راپدیخوا د پاکستان د بهرنيو اسعارو زېرمه ٢٢ ميليارد دالره او د وارداتو کچه يې ۴ اعشاریه ۵ ميليارد دالره ول؛ خو اوس د روپۍ ارزښت ۲۲۵ او په آزاد بازار کې ۲۳۵ کلدارې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولايت سرحدي پوليسو هغه دوه کسان نيولي، چې غوښتل يې اتيا زره امريکايي دالره ايران ته قاچاق کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x