د معمار د خبر له مخې؛ د دغه روغتون آمر قاري عبدالحميد عاصم وويل، چې دغه درمل او تجهیزات د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په موخه د ۱۰ زره او ۳۳۰ ډالرو په ارزښت د ۳۰ ډوله طبي، غیر طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دغه درمل او طبي تجهیزات به د خوارځواکو ماشومانو په درملنه کي ډېر ګټور وي.
په ورته وخت کي د یاد روغتون سره یو سوداګر هم د څلور ډوله طبي او غیر طبي توکو مرسته وکړه.