د معمار د خبر له مخې؛ په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي بانک ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږیو په هکله بحث او خبرې وشوې.
د عزیزي بانک مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره د لیدنې په لړ کې د برېښنا بل د راټولولو او د دې وزارت د نورو مالي چارو اړوند خدمتونو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د همکاري ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له دې وزارت سره د یاد بانک د دوامداره همکاریو له کبله مننه وکړه او د همکاریو د لا پياوړتیا او دوام لپاره یې پر لا ډېرې همغږي ټینګار وکړ.