پاکستان ادعا وکړه چې ۱۳۳ تنه د طالبانو غړي وژل سوي دي

د پاکستان چارواکو ویلي چې تېره شپه په افغانستان کې د طالبانو پر اهدافو د هوایي بریدونو په نتیجه کې، لږ تر لږه ۱۳۳ تنه د طالبانو غړي وژل سوي او له ۲۰۰ څخه زیات ټپیان سوي دي؛ داسې ادعا چې طالبانو نه ده تایید کړي.
پاکستان ادعا وکړه چې ۱۳۳ تنه د طالبانو غړي وژل سوي دي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې تېره شپه په هغه عملیاتو کې چې د «طالبانو نظامي اهدافو» پر وړاندې ترسره سول، لږ تر لږه ۱۳۳ تنه د طالبانو غړي وژل سوي او له ۲۰۰ تنو څخه زیات ټپیان سوي دي.

مشرف زیدي، په بهرنیو رسنیو کې ، د پاکستان د لومړي وزیر ویاند ، ویلي چې دغه عملیات د پوله‌ایزو جګړو په ځواب کې ترسره سوي دي. د هغه په وینا ، په دې بریدونو کې د کابل، پکتیا او کندهار ځيني اهداف په نښه سوي دي .

زیدي ادعا کړې چې ۲۷ د طالبانو پوستې ورانې سوې، ۹ نورې پوستې نیول سوې، او د قول اردو قرارګاوې، کندکونه، د مهماتو او نظامي تجهیزات لکه ټانکونه او زغره‌دار وسایط له منځه تللي دي.

وروستۍ نښتې وروسته له هغه شدیدې سوې چې تېره اونۍ پاکستان د ننگرهار او پکتیکا ځینې سیمې د هوایي بریدونو لاندې راوستلې. پاکستاني چارواکو ویلي و چې په دې بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پټنځایونه او د داعش خراسان څانګه په نښه کړې ده.

طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستاني بریدونو کې ملکي وګړي وژل سوي دي. طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې په غچ اخيستونکي بریدونو کې یې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي او څو پوله‌ایزه پوستې يي نیولي، هغه ادعاوي چي اسلام‌اباد نه دي منلي .

د دواړو لورو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه تایید سوې نه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x