د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د پاکستان او طالبانو تر منځ د متقابلو بریدونو وروسته، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په یوه تنده اعلامیه کې ټینګار کړی چې اسلاماباد به د خپل حاکمیت او نړیوالو پولو هر ډول نقض و نه زغمي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه به په لا سخت ډول غبرګون وښايي.
د پاکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په مسئله کې هېڅ ډول جوړجاړي نه کوي.
نوموړي د افغانستان طالبان د «تېری او د پولهایز حاکمیت د نقض» په تور تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان وسلهوال ځواکونه به بشپړ او پرېکنده اقدام وکړي. هغه وویل هر څوک چې د پاکستان سوله او امنیت د کمزورۍ په توګه تعبیر کړي، له قوي ځواب سره به مخ سي. نوموړي همداراز وویل چې هېڅ وګړی یا ډله به د پاکستاني ځواکونو له لاسرسي خوندي نه وي.
د پاکستان د ولسمشر دغه څرګندونې د طالبانو پر وړاندې د اسلاماباد د رسمي دریځ د سختېدو نښه بلل کېږي؛ داسې دریځ چې کولای سي په پولهایزو سیمو کې امنیتي فضا لا پسې ترینګلې کړي او سیمهییز کړکېچ زیات کړي.



