د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پولهایزه کړکېچ له زیاتېدو وروسته، راپورونه ښايي چې د پاکستان جنګي الوتکو په کابل او کندهار کې د طالبانو پر مورچلو سخت بریدونه کړي دي.
ځايي سرچینو ویلي چې په کابل کې د طالبانو د عدلیې وزارت مرکز او د دارالامان سړک په پای کې یو پوځي مرکز په نښه سوی دی. همداراز د ارزان قیمت، قلعه نجارها، قصبې او ریشخور په سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل سوي دي؛ هغه سیمې چې د سرچینو په وینا د طالبانو ځینې پوځي تاسیسات پکښې موقعیت لري.
له کندهار څخه راپورونه ښايي چې د ملا هبتالله آخندزاده منسوب استوګنځای او د طالبانو یو شمېر پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمې هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. خو ویل کېږي چې د طالبانو مشر د ثابت استوګنځای د نه لرلو له امله په یاد ځای کې حاضر نه وو.
په داسې حال کې چې ځینې سرچینې د طالبانو د یو شمېر ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي، طالبانو اعلان کړي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل سوي دي. پاکستاني چارواکو د ځینو ویډیوګانو په خپرولو ادعا کړې چې د طالبانو پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.
قاری فصیحالدین فطرت پر «غچ اخیستنې» ټینګار کړی، خو ځینې سرچینې وایي چې د دغو بریدونو د شدت له امله د طالبانو د چارواکو ترمنځ ګډوډي رامنځته سوې دي. د دې خبر تر لیکلو پورې د مرګژوبلې کره شمېر په رسمي ډول نه دی تایید سوي.



