د عامه روغتیا پخوانۍ وزیره: د ښځو محرومیت د افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکی لپاره ګواښ دی

ثریا دلیل، د افغانستان د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې له طبي زده کړو او کار څخه د ښځو محرومول د افغانستان د روغتیايي نظام او د راتلونکو نسلونو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي، او د طالبانو د ځواب ویلو او نړیوال فشار غوښتنه یې وکړه.
د عامه روغتیا پخوانۍ وزیره: د ښځو محرومیت د افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکی لپاره ګواښ دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ د افغانستان د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې، ثریا دلیل، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې ټینګار وکړ چې د ښځو او انجونو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه او د هغوی له طبي زده‌کړو او کار څخه محرومول، د افغانستان د روغتیا نظام او د راتلونکو نسلونو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي، او هغې د نړیوال فشار او د طالبانو د ځواب‌ویلو غوښتنه وکړه.

هغې ټینګار وکړ چې د نړیوال فشار دوام، د بشري مرستو برابرول او د طالبانو ځواب ویل د ښځو د بنسټیزو حقونو د بېرته راګرځولو لپاره اړین دي. دلیل همداراز وغوښتل چې جنسیتي جلاوالي د بشریت پر ضد د جرم په توګه وپېژندل سي، او په نړیوالو غونډو کې یې د افغان ښځو د غږ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړه: «له طالبانو سره په هر ډول اړیکه کې باید روښانه او ثابت شرطونه موجود وي؛ د بنسټیزو حقونو بېرته ورکول، د تګ راتګ د ازادۍ تضمین او د ښځو د کار حق ــ په ځانګړي ډول په نړیوالو بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو حق ــ او همداراز په محکمو کې د طالبانو د جزایي اصولنامې لغوه کول اړین دي.»

ثریا دلیل وویل چې د کلینیکونو پرانیستي ساتل، د روغتیايي برخې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت تضمین او د انجونو او هلکانو لپاره د بدیلو تعلیمي لارو رامنځته کول د دې لپاره اړین دي چې یو له لاسه تللي نسل د رامنځته کېدو مخه ونیول وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x