د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د استرالیا، کاناډا او نیوزیلینډ استازو په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ په اړه په یوه ګډه اعلامیه کې خپلي اندېښنې څرګندې کړې.
د استرالیا استازي د دغو درېیو هېوادونو په استازیتوب وویل چې د طالبانو د محاکمو جزایي اصول کورنۍ تاوتریخوالی عادي کوي، او د تبعیض د زیاتولو له لارې قانوني بهیرونه او حقوقي ملاتړونه کمزوري کوي.
هغوی زیاته کړه چې دغه مقررات د نړیوالو بشري حقونو د ژمنو خلاف دي او اړتیا ده چې طالبان ځواب ویونکي وګرځي او جدي اصلاحات رامنځته سي ترڅو د افغانستان د ښځو او کورنیو بنسټیز حقوق خوندي سي.
د لویدیځو درېیو هېوادونو ګډه اعلامیه په افغانستان کې د تبعیض پر تګلارو د مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې لپاره د نړیوال فشار پر اړتیا ټینګار کړي دي.



