د اسلامي جمهوریت تاریخي تجربه ښايي چې ایران نه د پوځي خطرناکو هڅو په لټه کې دی او نه هم د بهرني فشار په وړاندې تسلیمېږي. برعکس ځینې هېوادونه چې د سترو ځواکونو د فشار په وړاندې یې جوړښتونه ویجاړ سوي، ایران داسې سیاسي-ټولنیز جوړښت لري چې د فشار زغملو او د ګواښ پر وړاندې د خلکو چمتووالی یې ساتلی دی. له همدې امله، د نظام بدلون له بهر څخه یا د سیاسي ارادې جبري عملي کول د پوځي فشار له لارې، تر ډېره یوازې یوه غلطه انګېرنه ده، نه د واقعیت پر اساس یو احتمالي پلان.
سید عباس عراقچي له اندیاتودي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې په تیرو اتومي خبرو اترو کې یوه ډول هوکړه تر لاسه سوې ده، او پر دې بنسټ کېدای سي یوه عادلانه، متوازنه او منصفانه هوکړي ته ورسېږو. هغه ټینګار وکړ چې د ډیپلماسي لار د اتومي مسئلې لپاره تر ټولو غوره حل دی، او څرګنده یې کړه چې د ایران وسلهوال ځواکونه د بشپړ دفاعي چمتووالي ترڅنګ د مخنیوي رول لري او د جګړې لپاره چمتووالی کولای سي د هغې د پېښېدو مخه ونیسي.
د عراقچي څرګندونې د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کې د دوه اړخیزې ستراتیژۍ انعکاس ګڼل کېدای سي: د ځواک په دریځ د ډیپلماسي پر مخ وړل او په ورته وخت کې د ګواښ پر وړاندې د مخنیوي چمتووالی ساتل. دا تګلاره، برعکس هغه ساده انګېرنې چې خبرې اتري د کمزورتیا مترادف ګڼي، پر دې بنسټ ولاړه ده چې «دفاعي ځواک» او «فعاله ډیپلماسي» نه په تضاد کې، بلکې یو د بل پوره کوونکي دي.
تاریخي تجربه ښایي چې د ایران او امریکا د اړیکو په ډګر کې واشنګتن ډېری وخت د خبرو اترو وسیله د یو ګډ فشار د ستراتیژۍ په برخه کې کاروي؛ داسې ستراتیژي چې پکښې بندیزونه، پوځي ګواښ، رواني عملیات او خبرې اتري په یوه وخت کې عملي کېږي. په دې چوکاټ کې، د تهران بېباوري د امریکا په اصلي نیت باندې، ناڅاپي یا احساساتي نه ده، بلکې د ریښتینو تجربو له مخې رامنځته سوې؛ له دوامداره تورونو د ایران د اتومي پروګرام په اړه نیولې، د خبرو اترو پر مهال پوځي تر اقداماتو پورې.
برعکس، ایران تل د خپلې اتومي پروګرام د سولهییزو اهدافو او د ټولوژنې وسلو د تولید او کارونې په شرعي منع ټینګار کړی دی؛ داسې دریځ چې نه یوازې په رسمي خبرو کې، بلکې په اسنادو او ډیپلماټیکو دریځونو کې هم تکرار سوی دی. اصلي تضاد هغه وخت څرګندیږي کله چې د اسرائیلو د اتومي وسلو موضوع په عملي توګه د نړیوالو جدي فشارونو له حوزې بهر پاتې وي، خو ایران په پرلهپسې توګه د تورونو هدف ګرځي. دغه دوهګونتیا د معیارونو د توپیر، د امریکا د «امنیتي اندېښنو» د ادعا مشروعیت د سیمې د عامو خلکو په نظر کې کمزوری کوي.
اصلي پوښتنه دا ده چې آیا د امریکا خبرې اتري له ایران سره ریښتینې دي، که یوازې د دوکه کولو وسیله ده؟ حقیقتپاله ځواب دا دی چې خبرې اتري د امریکا لپاره ریښتینې دي، خو نه حتماً د دې لپاره چې یوې متوازنې هوکړې ته ورسیږي؛ بلکې د بحران د مدیریت، د مقابل اړخ د چلند کنټرول او د فشار د اهرم ساتلو لپاره کارول کېږي. برعکس، ایران خبرې اتري د یوې وسیلې په توګه ګوري چې د تورونو د رفع، د فشار کمولو او د خپلو حقونو د تثبیت په چوکاټ کې د نړیوالو قوانینو لاندې وکارول سي. له همدې امله، دواړه اړخونه د مختلفو منطقونو پر اساس د خبرو میز ته ناست وي، او همدا د منطقونو توپیر د بېباورۍ اصلي سرچینه جوړوي.
په دې منځ کې، د وسلهوالو ځواکونو د چمتووالي ټینګار او په ورته وخت کې د «ډیپلماسي د ماهرانه کارولو» څرنګوالی یوه روښانه پیغام لري: ایران خبرې اتري نه د کمزورتیا له دریځ، بلکې د ځواک د مخنیوي له دریځه څاري. دا هماغه منطق دی چې په امنیتي نظریو کې هم منل سوی؛ مؤثره مخنیوی د جګړې احتمال کموي او د ډیپلماسي لپاره یو واقعي چاپېریال برابروي.
د اسلامي جمهوریت تاریخي تجربه ښايي چې ایران نه د پوځي خطرناکو هڅو په لټه کې دی او نه هم د بهرني فشار په وړاندې تسلیمېږي. برعکس ځینې هېوادونه چې د سترو ځواکونو د فشار په وړاندې یې جوړښتونه ویجاړ سوي، ایران داسې سیاسي-ټولنیز جوړښت لري چې د فشار زغملو او د ګواښ پر وړاندې د خلکو چمتووالی یې ساتلی دی. له همدې امله، د نظام بدلون له بهر څخه یا د سیاسي ارادې جبري عملي کول د پوځي فشار له لارې، تر ډېره یوازې یوه غلطه انګېرنه ده، نه د واقعیت پر اساس یو احتمالي پلان.
په ټوله کې، د ایران د وړاندې تګ لاره د خبرو اترو او د مخنیوي ترکیب به وي: ډیپلماسي د تورونو د بېاثر کولو او د فشار د کمولو لپاره، او دفاعي چمتووالی د هر ډول خطرناکو هڅو د مخنیوي لپاره. د هر احتمالي هوکړي نتیجه به نه د «باور» محصول وي، بلکې د « ځواک د توازن» پایله به وي. که توازن وساتل سي، هوکړه کېدای سي دوامداره وي؛ که نه، خبرې اتري به د اوږدمهاله شخړې په یوه لنډمهاله وسیلې بدلې سي.



