په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د پاکستان او اروپایي اتحادیې د استازو ترمنځ خبرې اترې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي او د افغانستان په چارو کې د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي په یوې آنلاین خبرې غونډه کې د افغانستان د بشر د حقونو وضعیت، سیاسي بدلونونه او له افغانستان سره تړلې امنیتي ګواښونو په اړه نظریات شریک کړل.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د پاکستان او اروپایي اتحادیې د استازو ترمنځ خبرې اترې

محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، او ژیل برتران، د افغانستان په چارو کې د اروپایي اتحادیې ځانګړې استازې، د پنجشنبې په ورځ، د حوت ۷مه، په یوې آنلاین خبرې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث او نظریات شریک کړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په وینا، که څه هم د دې خبرو اترو بنسټېزه موضوع د بشري د حقونو موضوع وه، خو دواړو لورو د سیاسي موضوعاتو، امنیتي بدلونونو او د سیمې اړوند ترهګریز ګواښونو په اړه یي هم سلامشورې وکړې.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره سوې چې اسلام‌آباد پدی وروستیو کې د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي او صادق د ازبکستان، ایران او اروپایي اتحادیې له استازو سره جلا غونډې هم کړي، چې د سیمې وضعیت ته یي پاملرنه زیاته کړې ده.

ژیل برتران مخکې له دې د رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی و چې د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامه په افغانستان کې د ټولنیزي نابرابرۍ د ټینګیدو لامل سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x