د اسلامي همکاریو د ادارې ځانګړې ناسته د لوېدیځې غاړې په اړه

د اسلامي همکاریو د ادارې غړي او د بهرنیو چارو وزیران به نن پنجشنبه په جده ښار کې سره راټول سي څو په یوه ځانګړې ناسته کې د اسرائیلو د رژیم وروستۍ پرېکړه چې د اشغال سوې لوېدیځې غاړې پر حاکمیت د تطبیق په اړه سوې، وڅېړي.
د اسلامي همکاریو د ادارې ځانګړې ناسته د لوېدیځې غاړې په اړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د اسلامي همکاریو د ادارې غړي او د بهرنیو چارو وزیران به نن پنجشنبه (۷ حوت) په جده ښار کې سره راټول سي څو په یوه ځانګړې ناسته کې د صهیونیسټي رژیم وروستۍ پرېکړې چې د اشغال سوې لوېدیځې غاړې پر حاکمیت د پلي کولو په اړه دي، وڅېړي.

د اسلامي همکاریو د ادارې په خپره سوې اعلامیه کې ټینګار سوی چې دا غونډه د فلسطین د دولت په غوښتنه جوړېږي او موخه یې هغه اقدامات ارزول دي چې د دې ادارې په وینا، د اسرائیلو د حاکمیت د تپلو لپاره په لوېدیځه غاړه کې ترسره کېږي.

همدارنګه ټاکل سوې چې اجرائیه کمېټه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه جوړه سي څو د غړو هېوادونو دریځونه سره همغږي کړي او د دې پرېکړو پر وړاندې ممکنه لارې چارې وڅېړي.

دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې اسرائیلو د فبرورۍ په میاشت کې د ځینو وزیرانو له وړاندیز سره موافقه وکړه څو په لوېدیځه غاړه کې د ځمکو د ثبت بهیر پیل کړي. ویل کېږي چې دا اقدام له ۱۹۶۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې ترسره کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x