د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ سید عباس عراقچی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، چې د ایران او امریکا د اټومي خبرو د درېیم پړاو په غونډه کې د ګډون لپاره جينوا ته سفر کړی، له بدر البوسعیدی د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه او خبرې اترې وکړې، څو د ایران او امریکا د غیرمستقیمو اټومي خبرو درېیم پړاو په رسمي ډول پیل سي.
په دې لیدنه کې چې په جینوا ښار کې ترسره سوه، د اټومي موضوع او د بندیزونو د لیرې کېدو په اړه د ایران دریځونه تشریح سول او د تهران نظرونه او ملاحظې د عمان لوري ته وړاندې سول.
عراقچي د روانو دیپلوماتیکو هڅو په بهیر کې د عمان د منځګړیتوب له رول څخه مننه وکړه ، او د خبرو بریا یي د مقابل لوري په جديت او له متضادو دریځونو څخه په ډډه کولو پورې تړلې وګڼله.
په مقابل کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د دیپلوماتیک چلند د دوام هرکلی وکړ او د مسقط د چمتووالي یادونه یې وکړه چې د «ښه نیت هڅو» ته دوام ورکړي او د خبرو د پرمخ وړلو لپاره مرسته وکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې خبرې به د متقابل او رغنده چلند له لارې د دواړو لورو لپاره د قناعت وړ پایلې ته ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ماښام د یوه سیاسي او تخنیکي پلاوي په مشرۍ د دې خبرو اترو لپاره جینوا ته رسېدلی و.




