هانا نیومن: د طالبانو د محکمو د جرمونو اصول‌نامه د جنسیتي جلا والي بېلګه ده

هانا نیومن چې د اروپايي پارلمان غړې ده، ویلي دي چې «د طالبانو د محکمو د جرمونو اصول‌نامه» ښځې د غلامۍ پر لور بیایي او باید د جنسیتي جلاوال د یوې بېلګې په توګه په رسمیت وپېژندل سي.
هانا نیومن: د طالبانو د محکمو د جرمونو اصول‌نامه د جنسیتي جلا والي بېلګه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ هانا نیومن، د اروپايي پارلمان غړې، ویلي دي چې «د طالبانو د محکمو د جرمونو اصول‌نامه» د ښځو غلامۍ ته د اوښتو زمینه برابروي او باید د جنسیتي جلاوالي د یوې بېلګې په توګه په رسمیت وپېژندل سي.

نیومن د چهارشنبې په ورځ (۶ حوت) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د ښځو خبرې کول، له کوره د هغوی وتل او د انجونو زده کړه د طالبانو له خوا د «جرم» په توګه تعریف سوي دي.

د هغه په وینا، د دغو کارونو په وړاندې سزاوې لکه دُرې وهل او بند ټاکل سوي دي.

دې د اروپايي پارلمان غړې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «جنسیتي جلاوالي » وباله او ټینګار یې وکړ چې د اروپا اتحادیه باید دا وضعیت په رسمیت وپېژني او د مشخصو بندیزونو له لارې هغه څه ته چې دې «د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه» بللي، ځواب ووایي.

هغې همدارنګه غوښتنه کړې چې جنسیتي جلاوالي د «بشریت پر ضد جرم» په توګه قانوني وپېژندل سي او زیاته یې کړه:«چوپتیا د بې طرفۍ مانا نه لري، بلکې د همکارۍ مانا لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو په خپلو تازه مقررو کې په یوه کې د خاوندانو له خوا د ښځو وهل ټکول په ټاکلي چوکاټ کې روا بللي دي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو له پراخو غبرګونونو سره مخ سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x