د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ وروسته له هغې چې په رسنیو کې راپورونه خپاره سول چې د طالبانو د جنايي څانګې لپاره د یو کمپیوټر د اخیستلو اعلان د دوه میلیونه درې سوه لس زره افغانیو په قیمت سوی و، چې شاوخوا ۳۸ زره امریکایي ډالرو سره برابر دی، د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت پرته له کوم وضاحت خپل اعلان لغوه کړ.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې، ۴ حوت، د کابل د امنيه قومندانۍ په ایکس پاڼه کې خپره سوې وه، ویل سوي و چې د دې کمپیوټر د اخیستلو پروژه به درې شرکتونو ، ساحل یاسر، حشمت مسلم او آغاز نوین ته وسپارل سي.
په دې خبرپاڼه کې همدارنګه ویل سوي و چې که کوم شخص یا اداره د کورنیو چارو د وزارت له اعلان سره مخالفت لري، کولای سي د درې ورځو په جریان کې خپله شکایت ددې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
رسنیزي څېړنې ښايي چې د اعلان سویو قیمتونو او په بازار کې د دې وسایلو اصلي بیو ترمنځ لوی توپیر شتون لري.
د بېلګې په توګه، په کابل کې یوې سرچینې د کمپیوټر په بازار کې ویلي چې تر ټولو ګران بیه لپټاپ شاوخوا ۵۸۰۰ ډالره قیمت لري. دا د MSI Titan 18 HX ماډل دی چې د نړۍ د ګران بیه لرونکو لپټاپونو په ډله کې راځي.
خو طالبان د یو کمپیوټر د اخیستلو لپاره ۳۸ زره ۴۰۴ ډالره اعلان کړي و.
د دې راپورونو خپرېدل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
طالبانو تل د خپل واکمنۍ پر مهال د اداري فساد په اړه راپورونه رد کړي دي.
همدا راز، د نړیوال شفافیت بنسټ د دلو په ۲۱ خپل کلنی راپور خپور کړ، چې پکښې ویل سوي افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې لا هم په فساد لرونکو هېوادونو کې ځای لري او د تیر کال په پرتله یو ګام ښکته سوی دی.
افغانستان په دې راپور کې د ۱۶ امتیازونو سره د ۱۸۲ هېوادونو په منځ کې په ۱۶۹ مقام کې ځای لري.
په داسي حال کي چي؛ حمدالله فطرت، د طالبانو د مرستیال ویاند، د نړیوال شفافیت بنسټ راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې فساد د تیرو کلونو په پرتله کم سوي دي .




