ریچارد بنت، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ، ویلي چې طالبانو د ښځو او انجونو پر وړاندې د پراخو او منظم محدودیتونو په لګولو سره هغوی د جنسیت پر بنسټ له بنسټیز تبعیض، ځپنې او واکمنۍ سره مخ کړي دي؛ داسې وضعیت چې د هغه په وینا ښايي د «بشریت پر ضد جنایت» وبلل سي.
بنت په خپل وروستي راپور کې چې د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې سوی، ټینګار کړی چې د ښځو او انجونو له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ، روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي، عدالت او ټولنیز ګډون څخه محرومول داسې کچې ته رسېدلي چې د هغوی د بنسټیزو حقونو سیستماتیک نقض بلل کېږي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د روغتیا کړکېچ چې له دې وړاندې هم د جوړښتي بېوزلۍ، اوږدو جګړو او د بنسټیزو اسانتیاوو د کمزورۍ له امله زیانمن و، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لا زیات سوی او د نوو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته او د خپلې روغتیا په اړه د خپلواک تصمیم حق سخت کم سوي دي.
په دغه راپور کې راغلی دی چې د نړیوالو مرستو کمېدو د افغانستان کمزوري روغتیايي نظام تر لا زیات فشار لاندې راوستی او دا وضعیت د ښځو او انجونو لپاره د روغتیا په برخه کې په یوې «انساني ناورین » بدل سوی دی؛ داسې چې میلیونونه کسان له حیاتي خدمتونو بېبرخې پاتې سوي دي.
بنت د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د سرښندنې ستاینه هم کړې او یادونه یې کړې چې د روغتیا برخه له هغو لږو سکتورونو څخه ده چې ښځې لا هم پکښې د کار کولو اجازه لري، او د دغو خدمتونو دوام د ښځو د حقونو د ساتنې او بېرته ترلاسه کولو لپاره د نړیوال ملاتړ بیړنې اړتیا څرګندوي.
هغه خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه بېړنی اقدام ونه کړي، افغانستان به له لنډمهالو او اوږدمهالو پایلو سره مخ سي چې نه یوازې د ښځو او انجونو حقونه، بلکې د هېواد د روغتیايي نظام بقا هم ګواښوي.



