افغانستان د ترهګرۍ او د لوېدیځو شیطاني سیاستونو په محاصره کې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افغانستان کې د ۲۳ زرو څخه د زیاتو ترهګرو د حضور تایید؛ چې نیمايي یې بهرنیان دي.
افغانستان د ترهګرۍ او د لوېدیځو شیطاني سیاستونو په محاصره کې

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د افغانستان په خاوره کې د څه باندې ۲۳ زره ترهګرو د راټولېدو په اړه د مسکو ټکان ورکوونکی خبرداری، یوازې یو پوځي شمېر نه دی؛ بلکې دا د واشنګټن او تل‌ابیب له لوري د «کنټرول سوې ګډوډۍ» د پروژې د پلي کېدو د خطر زنګ بلل کېږي.
په داسې حال کې چې کابل د سرتاسري امنیت ادعا کوي، د نړیوال ترهګرۍ پراخ نفوذ او د بېوزلۍ دوام افغانستان یو ځل بیا د ټولنیز انفجار تر پولې رسولی او د نړیوالو قدرتونو د ناوړه طرحو د قرباني کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تازه راپور چې په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو د حضور خبره کوي، د متحده ایالات، اسرائیل او د هغوی د متحدانو د ویجاړوونکو تګلارو تر شا پټ تریخ حقیقت ښکاره کوي؛ هغه حقیقت چې ریښه یې د صهیونیزم د بقا لپاره د «دایمي بې‌ثباتۍ» په ناوړه طرحه کې نغښتې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په خاوره کې له ۲۰ تر ۲۳ زره پورې نړیوال ترهګر فعال دي، چې نیمايي یې بهرني وګړي دي. خو دا شمېرې یوازې یو پوځي خبرداری نه دی، بلکې د یوې ژور ناورين نښه هم ده؛ داسې ناورين چې ریښه یې د امریکا، اسرائیل او د هغوی د متحدانو په جګړه‌غوښتونکو تګلارو کې ده. تر هغه وخته چې دا ناوړه شبکه په سیمه کې فعالیت کوي، افغانستان به ریښتینې سوله او ثبات ته ونه رسېږي.

افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو قدرتونو د پټو او خطرناکو نقشو په مرکز بدل سوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور چې په افغانستان کې د زرګونو ترهګرو د حضور یادونه کوي، د هغو پرله‌پسې خبرداریو یاد تازه کوي چې مسکو په تېرو کلونو کې د تروریزم د بیا راټوکېدو د خطر په اړه ورکړي وو. خو دا خبرداری نه لومړی دی او نه هم بې‌ریښې؛ ځکه د معاصر تاریخ تجربو څرګنده کړي چې هر کله امریکا او اسرائیل د مشروعیت له کړکېچ یا ستراتیژیکو ماتو سره مخ سوي، په منځني ختیځ کې د تروریزم نوې جبهه راڅرګنده سوې ده.

د داعش او ورته نورو ډلو رامنځته کېدل او پراخېدل له تشې څخه نه دي پیدا سوي، بلکې د امریکا د ستراتیژیکو تګلارو له بطنه راټوکېدلي دي. واشنګټن د تل‌ابیب له ښکاره او پټو همکاریو سره له کلونو راهیسې داسې پروژه پر مخ وړي چې هدف یې په منځني ختیځ کې د «ګډوډۍ مدیریت» دی؛ هغه طرحه چې موخه یې د امریکا د پوځي حضور دوام، د خپلواکو ملتونو کمزوري کول او د اسرائیلو لپاره د مصنوعي امنیت تأمینول دي.

نن چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان په خاوره کې د فعالو ترهګرو نیمایي بهرنيان دي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا «بهرني» له کومه تمویلېږي؟ له کومو لارو او پولو تېرېږي؟ او څوک د هغوی لګښتونه او وسلې برابروي؟

د خلیج فارس د حوزې عربي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عربستان، او همدارنګه د ترکیې دولت هم په دې پروژه کې د نه انکار کېدونکې ونډې لرونکي بلل کېږي. د عربستان د نفتو پیسې، په پاکستان کې روزنیز مرکزونه، او د لوېدیځ پلوه حکومتونو وژونکي چوپتیا، ټول د هماغې تګلارې په چوکاټ کې ځای لري چې منځنی ختیځ یې د انسانیت په هدیره بدل کړي دي.

عربستان، قطر او ترکیه چې د اسلام شعارونه ورکوي، د کوم اسلامي منطق له مخې له صهیونیزم او امپریالیزم سره لاس یو کړی دی؟ تاریخ به د دغو هېوادونو نومونه په ډېرې بدرنګې بڼې ثبت کړي. د اسلامي نړۍ ذهن او وجدان به دا چاره وغندي او هېڅکله به هېر نه کړي چې څنګه د واشنګټن د خوښۍ لپاره اسلامي امت په وینو او خاورو کې ولوېده .

خو د ننني افغانستان چارواکي! تاسو چې نن د ټول هېواد سرتاسري امنیت مدعي یاست، ځواب ورکړئ: دا ۲۳ زره ترهګر د هېواد په کومو برخو کې پټ دي؟ څنګه ممکنه ده چې د «اسلامي امارت» تر سیوري لاندې لا هم د القاعده پوځي ځواکونه په غزني، لغمان، کنر او ننګرهار کې فعاله وي او د داعش پوځي ځواکونه د شمال په لور شتون ولري؟

که ستاسو حکومت ځواکمن دی، نو ولې د داعش خراسان په وړاندې ونه توانید؟ او آیا پاکستان لا هم هغه نقش نه لوبوي چې تل د امریکا لخوا ورته سپارل سوی و: «د ترهګرۍ د صحنې اجراکوونکی» په افغانستان کې؟.

فقر، بېکارۍ، ټولنیز کړکیچ، د ترهګرو ډلو شتون او د طالبانو یو اړخیزې پالیسۍ ټول هېواد د یوې ټولنیزې چاودنې خواته بیايي. په دې وضعیت کې ترهګري تر هر وخت اسانه وګړي جذبوي. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې نظامي نه ده؛ اقتصادي، کلتوري او تعلیمي اقدامات هم اړین دي. که ټولنیز عدالت نه وي، امنیت یوازې یوه خالي شعاري خبره پاتې کېږي.

بنستیزه پوښتنه دا ده:

د افغانستان خلک تر کله پورې د امریکا او د هغې د متحدینو د ناوړه او ناپاکو پلانونو تاوان ورکړي؟


تر څو پورې به د هېواد هر کلي او ښار د لویدیځ د وینو ډکو پروژو تر پښو لاندې سوځېږي؟

کله به په افغانستان کې یو ځواکمن، خلکو ته خدمت کوونکی او ټولشموله حکومت چې پر عقل، قانون او عدالت ولاړ وي جوړ سي، څو دا خاوره د ترهګرو له ککړتيا څخه پاکه کړي؟

افغانستان نن د دوو ډګرونو تر منځ ولاړ دی: د واقعیت ډګر او د ارادې ډګر. واقعیت له درد، ترهګرۍ او بې وزلۍ ډک دی، خو ګډه اراده کولای سي دا حالت بدل کړي.

د افغانستان ژغورنه نه د امریکا په غېږ کې ده، نه د روسیې په سیوري کې، او نه د نورو بهرنیو هېوادونو په لاسونو کې؛ بلکه د خلکو په ویښتیا، په ګډ عقل، په عادلانه حکومتدارۍ او د ازادۍ او انساني کرامت په باور کې ده.

ترڅو چې د افغانستان ملت ځان قرباني ونه ګڼي ؛ بلکي د خپل برخلیک مالک يي وګڼي، هېڅ ځواک؛ نه واشنګټن او نه اسلام‌آباد، نسي کولای د دې هېواد له خاوره د ترهګرۍ میدان جوړ کړي.

هو، یواځې د هوښیارۍ، یووالي او زړورتیا په مرسته کېدای سي له دې غميزي د پاتې سویو خاورو څخه یو نوی افغانستان جوړ سي؛ داسې افغانستان چې نور د نړۍ د شیطاني پلانونو قرباني نه وي.

اسلامي نړۍ باید دا حقیقت باید د یو ځل او تل لپاره درک کړي: امریکا او اسرائیل زموږ د یووالي او ثبات غوښتونکي نه دي؛ دوی د ترهګرۍ په روزنه بوخت دي ، د کمزوري او خونړی افغانستان او منځني ختیځ په لټه کې دي. که نن بیدار نه سو او د دې سرطاني غدې (ترهګرۍ) د ایستلو لپاره ګډ کار ونکړو، سبا به د پښیمانۍ لپاره ناوخته وي. تاریخ به زموږ نوم يا د ژغورونکو په توګه ثبت کړي، یا د هغه چوپ او بی غبرګونه کسانو په توګه چې اجازه یي ورکړه چې اسلامي نړۍ د خاورو په میدان بدله سي. انتخاب زموږ په لاس کې دی!

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x