د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په شمال کې د «افغان–تاجیک» نفتې حوزې د سروې کار د یو ازبکستاني شرکت له خوا پیل سوی دي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ ، د ۶ حوت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پروژه د بلخ ولایت په درې بلاکونو کې تر څېړنې لاندې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په بلاکونو محمدجان، احمدآباد او شمر کې د ازبکستاني شرکت «آویزسیز» له خوا د دوهبعدي لرزهپيژندنې سروې کار پیل سوی دی. د طالبانو په وینا، د دې درې نفتې بلاکونو مجموعي مساحت ۷۶۱۷ کیلومتره مربع ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان–تاجیک نفتې حوزه د هېواد په شمال کې له لویو او تثبیت سویو نفتې حوزهګانو څخه شمېرل کېږي. د دې حوزې له ۱۱ بلاکونو څخه، په اوسني وخت کې یوازې یاد درې بلاکونه د تخنیکي سروې په پروګرام کې شامل سوي دي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد د څو لویو کانونو د استخراج او سروې لپاره قراردادونه او پروګرامونه په کار اچولي دي .
په مقابل کې، د هیواد ځینې وګړي او نیوکه کوونکي وايي چې د طالبانو د نړیوالې پیژندنې د نشتوالي په نظر کې نیولو سره، د دې ډلې استخراج او قراردادونه له حقوقي او مشروعیتي پوښتنو سره مخامخ دي.



