د پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخې ایستنې دوام

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنيو راپور ورکړی چې تیره ورځ ۵۱۱ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې سوې دي.
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخې ایستنې دوام

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنيو راپور ورکړی چې تیره ورځ ۵۱۱ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې سوې دي.

د باختر خبري اژانس د سه‌شنبې په ورځ، د حوت ۵مه اعلان وکړ چې ډېری دغه کورنۍ له پاکستان څخه ایستل سوې دي.

له دې دوه ورځې وړاندې هم له ۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستنې سوې وې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه سوي دي.

همدارنګه، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال بنسټ استازي، عرفات جمال د جمعې په ورځ، د دلو ۲۴مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې تر اوسه پورې ۵.۴ میلیونه وګړي افغانستان ته ستانه سوي دي چې ډېری یې له پاکستان څخه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x