طالبان: د هغه قبر ډبره چې په هرات کې ورانه سوه ، ریښتیني نه وه

په هرات ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مدیر ویلي چې د هغه قبر ډبره چې د کلونو راهیسي د ښار په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي سړک کې پرته وه او څو ځلې د ټرافيکي پېښو لامل سوی وه ، په هیڅ اصلي مقبرې پوري يي اړه نه درلوده .
طالبان: د هغه قبر ډبره چې په هرات کې ورانه سوه ، ریښتیني نه وه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ په هرات ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مدیر ویلي چې د هغه قبر ډبره چې د کلونو راهیسي د ښار په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي سړک کې پرته وه او څو ځلې د ټرافيکي پېښو لامل سوی وه ، په هیڅ اصلي مقبرې پوري يي اړه نه درلوده.

د شیراحمد حجازي په وینا ، وروسته له دې چې دغه ځای وکندل سو، څرګنده سوه چې لاندې یې هیڅ جسد نه دی ښخ سوی او یوازې ډبره هلته پرته وه. هغه په یوه ویدیو کې چې د ترافيک ادارې لخوا خپره سوې، وویل: «کله چې مو دا ځای وکند، ټول حیران سوو، ځکه هلته هیڅ قبر نه و.»

د طالبانو ځواکونو د پنجشنبې په شپه، د ۳۰ دلو په ورځ، دا ډبره د سړک له منځه لیری کړي ده .

په تېرو کلونو کې د دې ډبرې شتون څو ځلې د ټرافيکي پېښو لامل سوي او ګڼ شمېر هراتي اوسېدونکي د هغی سره د وسایطو د ټکر له امله مړه یا ژوبل سوي دي. په وروستي پېښه کې، یوه ځوان چې تازه واده سوی و، د جدی په میاشت کې دې ډبري سره د موټرسايکل د ټکر له امله ژوند له لاسه ورکړ؛ هغه موضوع چې د طالبانو د ترافيکو مدیر هم تایید کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x