د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ رسنيو څو تازه انځورونو او اسنادو ته لاسرسی موندلی چې د فبرورۍ په ۳ د اژه سمندرګي، د خیوس ټاپو ته نږدې، د خونړي پېښې په اړه دي؛ دا اسناد د یونان د ساحلي ګارډ فعالیت او د افغان پناهغوښتونکو د مړینې د څرنګوالي په اړه جدي پوښتنې مطرح کوي. په دې پېښه کې ۱۵ کسان وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان سوي دي.
د شواهدو پر بنسټ ، انځورونه د یونان د ساحلي ګارډ LS-1077 نمبر لرونکي بيړۍ او نیمه ډوبه پلاستیکي بیړۍ ښايي، چې د سخت ټکر او زیان نښې پکښې لیدل کېږي. انځورونه د بیړۍ بدن ته پراخ زیان، د بهرني انجن جلا کېدل او د لارښوونې سیسټم ته یي زیان ثبت کړی دی. همدارنګه د ساحلي ګارډ د بیړۍ په پوزه د ټکر نښې هم لیدل سوي دي.
د عدلي طبي د څېړنو موندنې ښايي چې قربانیانو ته سخت فزیکي ټکانونه رسېدلي دي. ډاکټران د جمجمه او مغزو جدي زیانونه، د سینې شدید ټپونه او په پېښه کې لږ تر لږه د یو سر له منځه تلل ثبت کړي دي؛ دا څرګندوي چې ډېری قربانیان یوازې د ډوبېدو له امله نه، بلکې د ټکر او ضربې په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پېښې په لومړنیو ساعتونو کې رسمي راپورونو څرګنده کړه چې مسافرین وروسته له دې چې په سمندر کې ولوېدل، ډوب سوي دي؛ خو د عدلي طب وروستی شواهد د هغه څه په پرتله چې لومړی اعلان سوي و، یو مختلف او سخت انځور وړاندې کوي.
په همدې حال کې، یو تقاعد سوی د یونان د ساحلي ساتنې افسر او د سمندري پېښو کارپوه هم د رسمي روایت په اړه شک څرګند کړ. هغه وویل چې پلاستيکي بیړۍ، چې شاوخوا ۴۰ سپاره مسافرین یې درلودل، د زیات وزن او محدود ځواک له امله د حرکت د بدلولو او لوړ سرعت توان نه لري، او د یوې لویې بیړۍ سره ټکر یې د سمندري فزیک له اصولو سره سم ناشونې ښکاري. هغه زیاته کړه: «دا داسې ده لکه چې یو بایسکل وغواړي د یوه لوی لارۍ سره ټکر وکړي.»
د پاتې سوو قربانیانو وکیلان غوښتنه کړې چې ډوبه سوې بیړۍ را وباسل سي، د پېښې صحنه بیاجوړه سي، د ساحلي ګارډ مکالمې او ثبت سوي فایلونه خپاره سي او خپلواک تحقیقات ترسره سي. د دوی په باور، یوازې د دې لارې د پېښې ریښتیني اړخونه روښانه کېدای سي.
په همدې حال کې، په یونان کې عامه فضا هم نا ارامه سوې ده. د خیوس ټاپو روغتون ډاکټران د کډوالو په ضد د دښمنۍ او غیرانساني چلند د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د انسان ژوند ارزښت د هغوی د تابعیت پرته یو شان دی.
دا پېښه د روان کال د فبرورۍ ۳ د سه شنبې په ماښام رامنځ ته سوه؛ کله چې د افغانستان د پناهغوښتونکو بیړۍ د ترکېې څخه د یونان د ساحلونو په لور په حرکت کې وه، د خیوس ټاپو ته نږدې د ساحلي ګارډ بیړۍ سره یي ټکر وکړ. په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او دوه امیندواره ښځې هم شاملې وې.




