آصف درانی: د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌آباد تګلاره ناسمه وه

آصف درانی، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی، ویلي دي چې د طالبانو کړنو اسلام‌آباد په یو ناچاره حالت کې اچولی او د پاکستان هغه تصور چې ګواکي طالبان به له دې هېواد سره دوستانه چلند ولري، ناسم ثابت سوي دي.
آصف درانی: د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌آباد تګلاره ناسمه وه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ آصف درانی، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی، ویلي دي چې د طالبانو کړنو اسلام‌آباد په یو ناچاره حالت کې اچولی او د پاکستان هغه تصور چې ګواکي طالبان به له دې هېواد سره دوستانه چلند ولري، ناسم ثابت سوي دي.

دراني د دوشنبې په ماښام په یوه مرکه کې وویل چې د «طالبانو رژیم» پاکستان اړ کړی چې د افغانستان پر ضد پوځي اقدام وکړي. د هغه په وینا، یوازې په روانه میاشت کې په پاکستان کې څلور لوی بریدونه سوي چې شاوخوا ۶۰ کسان پکښې وژل سوي دي.

هغه ادعا وکړه چې د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان د کنټرول لپاره لېوالتیا نه لري، او حتا ځینې کسان چې له افغان طالبانو سره تړاو لري د TTP په جوړښت کې شتون لري. دراني زیاته کړه چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خپلو اړیکو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو ځینې مشران، لکه ملا برادر، کلونه د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي او د طالبانو اوسنی سفیر هم څو ځله نیول سوی و.

دراني د طالبانو او د سیمې د هېوادونو د اړیکو په اړه وویل چې دا اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ جوړې سوې دي او تر هغه چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د امنیت پر ضد کار وانه اخیستل سي، دا اړیکې د اندېښنې وړ نه دي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره له ښو اړیکو پرته دوام نه سي کولای، او افغانستان او پاکستان دواړه به د متقابلې همکارۍ پرته زیان وویني.

دا څرګندونې وروسته له هغې سوې دي چې د پاکستان هوايي ځواک د یکشنبې په شپه (۳ حوت) د افغانستان په سرحدي سیمو، د ننگرهار او پکتیکا په ځینو ولسوالیو کې هوايي بریدونه وکړل. اسلام‌آباد وايي دا عملیات د TTP او داعش خراسان پر پټنځایونو ترسره سوي دي.

په داسي حال کې ، چي په افغانستان کي د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تایید کړې چې په ننگرهار ولایت کې ملکي وګړي وژل سوي، او طالبانو هم اعلان کړی چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x