د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ مرتضی ذاکریان، د ایران د خراسان جنوبي ولایت د اقتصادي او مالی چارو رییس وویل چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ په خراسان جنوبي ولایت کې د ګډې نړیوالې سوداګریزي او صنعتي آزادې سیمې د جوړولو طرحه په اجنډا کې ده او دا طرحه د صادراتو د پیاوړتیا، د کارموندنې د رامنځته کولو او د اقتصادي زیربناوو د پراختیا یوه ښه فرصت ګڼل کېږي.
د خراسان جنوبي ولایت د اقتصادي او مالی چارو رییس اعلان کړی چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډې آزادې سیمې طرحه کولای سي د صادراتو او وارداتو د پراختیا زمینه برابره کړي، د سرحدي اوسیدونکو لپاره دایمي دندې رامنځته کړي، ټکنالوژي انتقال کړي او د ولایت اقتصادي او امنیتي زیربناوې پیاوړې کړي.
هغه د سیمې له ولسوالیو څخه د ترسره سوو څارونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړخونو د دې طرحې په برخه کې د ګډون، مالي منابعو برابرولو او حتی د چینايي پانګوالو لپاره ځانګړې صنعتي ښارګوټي د جوړولو چمتووالی څرګند کړی دی. د ده په وینا، دا پروژه په محدودو مالي منابعو پورې تړلې نه ده او د ژر پلي کېدو وړتیا لري.
ذاکریان د افغانستان د سوداګرۍ وضعیت تشریح کړ او ویی ویل: د دې هېواد د صادراتو په برخه کې چین په درېیم ځای او ایران په شپږم ځای کې دی، او د وارداتو په برخه کې چین دویم ځای لري؛ دا موضوع د درې واړو هېوادونو ترمنځ موجودي سوداګریزې اړیکې څرګندوي او کولای سي د نړیوالې آزادې سیمې په چوکاټ کې پیاوړې او تنظیم سي.




