د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولهایزه او امنیتي کړکېچونه د کلونو څخه دوام لري، او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغه شخړې لا زیاتې سوې دي.
پاکستان څو ځله طالبان او کورني مخالفین، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان باندي، د دې تور لګولی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي، خو طالبان ټینګار کوي چې افغانستان به اجازه ورنکړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول سي.
ویس ناصري، سیاسي شنونکی او څيړونکي، د معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان وروستي بریدونه پر افغانستان د دې هېواد ملي حاکمیت او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د ملکیانو وژل د انسانیت پر وړاندې څرګنده جنايت ګڼل کېږي. هغه وویل چې اسلامآباد د طالبانو د واکمنېدو راهیسې څو ځله پر افغانستان بریدونه کړي او هېڅ هڅه یې ددې هېواد د کمزوري کولو لپاره نه ده پرېښي.
ناصري زیاتوي چې اسلامآباد د افغانستان د کمزوري کولو لپاره له هر وسيلې کار اخلي؛ د بېلګې په توګه په صادراتو کې د لوړ فصل پر مهال د پولو تړل او د افغان کډوالو بندي کول یا ويستل . نوموړي دغه اقدامات د افغانستان پر ضد د پاکستان د اقتصادي او سیاسي فشار د تګلارو برخه ګڼي.
له بلې خوا، ناصري ټینګار کوي چې د طالبانو ملاتړ له ترهګرو ډلو او د شبکو لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان او نورو جنګي ډلو شتون په افغانستان کې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی. هغه وايي چې دغه ډلې خپلې روزنې او تجهیزات په افغانستان کې ترلاسه کوي او له دې خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې څو هوايي بریدونه کړي او ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې پټځایونه یې هدف کړي دي. طالبان بیا دغه بریدونه د افغانستان پر خاورې تېرې او د ملکیانو پر ژوند ګواښ ګڼلي دي.




