په ننگرهار ولایت کې د طالبانو د پوليسو قوماندانۍ اعلان کړي چې د پاکستان د هوايي بریدونو ۲۴ ساعته وروسته، په بهسود ولسوالۍ کې د دې بریدونو پنځه تنه قربانیانو جسدونه لا هم ورک دي. د دې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ټولټال ۱۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۸ نور ټپیان سوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د ویجاړیو له لاندې څخه ۱۳ جسدونه را ایستل سوي او د جنازې مراسمو وروسته خاورو ته سپارل سوي، خو پنځه نورو جسدونه لا هم نه دی موندل سوی. د ټپيانو له ډلې، پنځه په بهسود، دوه په خوګیانې او یو ماشوم په مهمندره ولسوالۍ کې ټپي سوي دي.
پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې شپې د دویم حوت د ۱۲ بجو شاوخوا، د ننگرهار د خوګیانې، غنيخیل او بهسود ولسوالیو او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځيني برخې بمبار کړي.
د دې بریدونو په غبرګون کې، د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په مناسب وخت کې به حساب سوي ځواب ورکړي، او زیاته یې کړه چې پر ملکي وګړو او مذهبي مرکزونو بریدونه د پاکستاني اردو د استخباراتي او امنیتي ناکامیو څرګند ثبوت دی او دا پرله پسې تېری هیڅکله د دوی داخلي ناکامۍ نه سي پټولاي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دې بریدونو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د داعش خراسان څانګې پټنځایونه په نښه کړي او شاوخوا ۷۰ نیمه پوځي ځواکونه وژل سوي دي.
طالبانو بیا دغه بریدونه د افغانستان په خاوري تېری او د ملکي وګړو د ژوند ګواښ ګڼلي او ادعا کوي چې په بهسود ولسوالۍ کې له ۲۰ څخه زیات ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي دي.
د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت مخکې ویلي و چې دغه بریدونه د اسلامآباد، باجور او بنو د شیعه مسجدونو پر وړاندې وروستیو ځانمرګي او موټر بم بریدونو ته د ځواب په توګه ترسره سوي دي.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، هم ټینګار کړی چې افغانستان هېڅ وګړی یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپل خاوري څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي، او دا دریځ یې « په قاطعانه توګه » تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو ته اعلان کړی دی.



