طلا د لومړي ځل لپاره د نړیوالو زیرمو لومړی مقام ترلاسه کړ

د نړیوالو پیسو صندوق (IMF) د تازه راپور پر بنسټ ، د امریکا ډالر د مرکزي بانکونو په نړیوالو زیرمو کې ونډه تر ۵۰٪ لاندې راټیټه سوې ده، او طلا د لومړي ځل لپاره د نړیوالو زیرمو لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
طلا د لومړي ځل لپاره د نړیوالو زیرمو لومړی مقام ترلاسه کړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د نړیوالو پیسو صندوق د تازه راپور پر بنسټ ، د امریکا ډالر د مرکزي بانکونو په نړیوالو زیرمو کې ونډه تر ۵۰٪ لاندې راټیټه سوې ده، او طلا د لومړي ځل لپاره د نړیوالو زیرمو لومړی مقام ترلاسه کړی دی، چې دا ښايي بانکونه په خوندي او ثابتو شتمنیو کې د پانګونې په لټه کې دي.

رسمي احصایې ښايي چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا ډالر ونډه په مرکزي بانکونو کې په دوامداره توګه کمه سوې او اوس تر ۵۰٪ را ټیټه سوې ده. په مقابل کې، د نړیوالو زیرمو په بستې کې د طلا وزن زیات سوی او د تیرو کلونو په پرتله یې د پام وړ وده کړې ده.

نړیوال اقتصادي او مالي شنونکي وایي چې د طلا ونډې زیاتوالی په رسمي زیرمو کې د اسعارو د بې ثباتۍ اندیښنې او د هیوادونو علاقه د باثباته شتمنیو پر لور ښايي.

دغه بهیر کولای سي د اسعارو په تګلارو، نړیوال تجارت او د نړیوال مالي ثبات باندې پراخې اغیزې ولري، ځکه طلا تل په اقتصادي او سیاسي کړکېچنو شرایطو کې د خوندي پانګې او ارزښتناکه ذخیرې په توګه پیژندل سوې ده.

شنونکي وړاندوینه کوي چې که دغه بهیر دوام وکړي، ښايي د ډالر دریځ په نړیوال مالي سیستم کې نور هم کمزوری سي او مختلف هیوادونه به د خپلو بهرنیو زیرمو د بیلابیلو کولو هڅې جاري وساتي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x