د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ (فائو) نن ( دوشنبه ، ۴ حوت ) اعلان کړي چې اټکل کېږي وچکالې به په ټوله افغانستان کې دوام ومومي او د هېواد په ډېرو سیمو کې به اورښت د منځنۍ کچې څخه کم وي.
د فائو په وینا، ښايي یوازې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ ځینو برخو کې لږ اورښت وسي، خو د هېواد په نورو سیمو کې به اورښت د عادي کچې څخه ټیټ وي.
دغه بنسټ د ایکس په ټولنيزي شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې د تودوخې درجه ښايي د عادي حالت په پرتله له ۰٫۲۵ څخه تر ۴ سانتي ګرادو پورې لوړه سي، چې دا به د واورو د چټک ویلې کېدو لامل سي او د پسرلي په وروستیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د واورو زېرمه کمه کړي.
فائو ټینګار کړی چې دا وضعیت کولای سي په راتلونکو میاشتو کې د کرنې پر سکتور او د اوبو سرچینو ته پر لاسرسي اغېز وکړي.
د فائو بنسټ خبرداری ورکړی چې په شمال ختیځو لوړو سیمو، ختیځ او مرکزي سیمو کې لږ تر لږه تودوخه ښايي لا هم د سانتي ګراد له صفر درجې څخه ښکته سي او د ځايي یخ وهلو خطر به پر خپل ځای پاته سي.
دغه بنسټ زیاته کړي، د وچکالۍ دوام د کر د موسم په پیل کې په شمالي باراني کرنیزو سیمو کې د خاورې د لندبل کمښت زیاتوي او د کلیوالو وګړو پر ژوند به منفي اغېز وکړي.
فائو ټینګار کړي چې د اورښت بهیر او د باراني کرنې وضعیت به په دوامداره ډول څاري، څو پر کرنیزو تولیداتو او د وګړو پر ژوند د احتمالي اغېزو ارزونه وکړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له پرلهپسې وچکالیو سره مخ سوی دی. که څه هم د روان ژمي په موسم کې یو څه واوره او باران سوی، خو داسې ښکاري چې دا اندازه د وچکالۍ د پای ته رسولو لپاره بسنه نه کوي.
د فائو د راپور له مخې، په شمالي ولایتونو او مرکزي لوړو سیمو کې اورښت د منځنۍ کچې څخه کم سوی او دغه سیمې لا هم وچې پاتې دي، خو په لوېدیځ او سوېل کې اورښت نږدې عادي کچې ته رسېدلی او په ځینو ځایونو کې تر عادي اندازې هم لوړ ثبت سوي دي.
همدارنګه د هوا د تودوخې له امله د واورو چټک ویلې کېدل ښايي د موسم په وروستیو کې د واورو زېرمې او د خاورې لندبل کم کړي او د کرنې سکتور ته نورې ستونزې هم رامنځته کړي.



