عمان: د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوې دوره د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره کېږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ، خبر ورکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د نویو غیرمستقیمو اتومي خبرو اترو دوره د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره کېږي.
عمان: د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوې دوره د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره کېږي

بدر البوسعیدي، د عمان د بهرنیو چارو وزیر، د یکشنبې په شپه (۳ حوت) په ایکس پاڼه کې لیکلي: «زه په بشپړه خوشحالتیا تأییدوم ، چي د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا خبرې اترې د دې پنجشنبې (۷ حوت) لپاره په جینوا کې پلان سوي دي، او هڅه روانه ده چې د هوکړي د نهایي کولو لپاره لوی ګامونه پورته سي.»

د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه نهایي سي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او یو بل امریکایي چارواکي هم تایید کړه، چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمي اتومي خبرې اترې د پنجشنبې (۷ حوت) لپاره پلان سوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې مخکې د ایران او امریکا ترمنځ دویمه دوره غیرمستقیمي اتومي خبرې اترې په سوئیس کې، د عمان په منځګړتوب په جینوا کې ترسره سوې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x